د پاکستان په وزیرستان کې ترهه ګره برید
Aug 12, 2020 11:01 Asia/Kabul
د پاکستان په شمال لویدیځ کې په ترهه ګره حمله کې دوه پوځیان منجمله یو د پوځ افسر ژوبل شول.
د پاکستان ریډیو نن اعلان وکړ چې ځان وژونکي په جنوبي وزیرستان کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو له ګاډي سره ځان وجنګاوه.
په دغه ترهه ګره حمله کې د پوځ یو ډګرمن او دوه پوځیان ژوبل شول چې حالت یې نازک دی.
تر اوسه کوم کس یا ډلې د دغه حملې پړه په غاړه نه ده اخستې.
ټیګونه