د پاکستان په وزیرستان کې ترهه ګره برید
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i92188-د_پاکستان_په_وزیرستان_کې_ترهه_ګره_برید
د پاکستان په شمال لویدیځ کې په ترهه ګره حمله کې دوه پوځیان منجمله یو د پوځ افسر ژوبل شول.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 12, 2020 11:01 Asia/Kabul
  • د پاکستان په وزیرستان کې ترهه ګره برید

د پاکستان په شمال لویدیځ کې په ترهه ګره حمله کې دوه پوځیان منجمله یو د پوځ افسر ژوبل شول.

د پاکستان ریډیو نن اعلان وکړ چې ځان وژونکي   په جنوبي وزیرستان کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو له ګاډي سره ځان وجنګاوه.

په دغه ترهه ګره حمله کې د پوځ یو ډګرمن او دوه پوځیان ژوبل شول چې حالت یې نازک دی.

تر اوسه کوم کس یا ډلې د دغه حملې پړه په غاړه نه ده اخستې.