د پاکستان د پوځ مشر سعودي عربستان ته ورځي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i92204
زمونږ خبریال وايي د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوا به په راتلونکي یکشنبې ورځ سعودي عربستان ته ورشي چې د کشمیر په هکله له ریاض سره د اسلام اباد ډیپلوماټیکې شخړې غلي کړي .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Aug 13, 2020 12:45 Asia/Kabul
  • د پاکستان د پوځ مشر سعودي عربستان ته ورځي

زمونږ خبریال وايي د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوا به په راتلونکي یکشنبې ورځ سعودي عربستان ته ورشي چې د کشمیر په هکله له ریاض سره د اسلام اباد ډیپلوماټیکې شخړې غلي کړي .

پاکستان او عربستان دوه (۲)نږدې دودیز هیوادونه دي او عربستان په ۲۰۱۸ میلادي کال کښې اسلام اباد ته درې (۳) میلیارډه ډالره پور ورکړ او درې اعشاریه دوه میلیارډه ډالره یې د پیټرولو د اسانتیا په توګه ورکړې وو  چې اسلام اباد د پورونو په ورکولو کښې له اسانۍ سره مخ شي .

د پاکستان د پوځ دوو (۲) لوړرتبه چارواکو ویلي دي  پاکستان په سعودي عربستان نیوکه کړي ده چې ریاض د کشمیر د مسلې په هکله د هندوستان د دریځ ملاتړ کوي  نو ځکه خو اوس د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوا په راتلونکي یکشنبې ورځ عربستان ته ورځي چې له دغه هیواد سره اړیکې ښې کړي .

پاکستان په ځلونو د سعودي عربستان تر مشرۍ لاندې په اسلام کانفرنس موسسې غږ کړی چې د هندوستان تر ولکې لاندې کشمیر کښې د هندوستان د عسکرو د خلاف ورزیو په هکله یوه(۱) غونډه ترسره کړي خو سعودي عربستان د پاکستان دغه غوښتنې ته هیڅ پام نه کوي .

د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي تیره اونۍ رسنیو ته ویلي وو که چیرې سعودي عربستان د اسلامي ملګرتیا موسسې غونډه نه وربلي نو زه به مجبوره وم چې له لومړي وزیر عمران خان څخه غوښتنه وکړم چې د هغو اسلامي هیوادونو غونډه ترسره کړي کوم چې د کشمیر د موضوع په هکله له مونږ سره ملګرتیا کولو ته تیار دي او هغوې د کمشیر د کړیدلیو خلکو ملاتړ کوي .

د پاکستان د پوځ چارواکو او د حکومت یوه (۱)سلاکار وویل د خارجه وزیر شاه محمود قریشي څرګندونو سعودي عربستان غصه کړی دی .

راپورونه وايي چې سعودي عربستان په پاکستان دباو اچولی دی چې خپل پورونه زر ریاض ته ورستانه کړي .