پاکستان د افغانستان په خاوری تیری نه دی کړی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i92234-پاکستان_د_افغانستان_په_خاوری_تیری_نه_دی_کړی
تسنیم خبري اژانس وايي د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان په سرحدونو باندې د تیري په هکله د کابل ادعا رد کړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 15, 2020 00:57 Asia/Kabul
  • پاکستان د افغانستان په خاوری تیری نه دی کړی

تسنیم خبري اژانس وايي د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان په سرحدونو باندې د تیري په هکله د کابل ادعا رد کړه .

د پاکستان د باندنیو چارو وزارت پرون په یوې (۱) خبرپاڼه کښې د افغانستان خاورې ته د پاکستان د عسکرو د ورننوتلو او ددغه هیواد د سرحدونو دننه د ازغن جال د لګولو  ادعا بې اساسه وبلله او ویې ویل د پاکستان هیڅ پوځي د افغانستان خاورې ته نه دی ننوتلی .

د پاکستان خارجه وزارت ټینګار وکړ له نړیوالو قوانینو سره سم اسلام اباد اجازه لري د دواړو هیوادونو ترمینځ په موجودو نړیوالو سرحدونو کښې ازغن جال ولګوي .

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وویل له افغانستان سره په ګډو سرحدونو کښې د ازغن جال لګول د کابل د چاوراکو په ګټه هم دی ځکه چې په غیر قانوني تګ راتګ صفر ته رسوي .

پاکستان او افغانستان د ډیورینډ فرضي سرحدي کرښې او د سرحدي تاسیساتو د لګولو په شمول د ځینو مسائیلو په هکله اختلاف لري او تل یوبل له ترهګرۍ په ملاتړ تورنوي .