د ایران او پاکستان د پولې په سر ګډې بازارچې جوړیږي
ټاکل شوې ده د ایران او پاکستان د اقتصادي چارو دګډکمیشن یویشتمه ناسته په ستمبر میاشت کې ترسره شي او ددغو بازارچو د زیاتولو موضوع به هم پکې وسپړل شي .
ایرنا خبری آژانس راپور ورکړی ، دپاکستان دتجارت او پانګونې په چارو کې د لومړي وزیر سلاکار وئيلي دي ،اسلام اباد د ایران له اسلامی جمهوریت سره د ګډو پولو په سر د ګډو بازارونو دجوړولو پلان په ایجنډا کې شامل کړی دی .
راپورښئ له ایران سره د ګډې پولې د بازارونو د جوړولو د بهیر دچټک کولو لپاره د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان د فرمان په اتو میاشتو تیریدا پسې د پاکستان رسندویو د لومړي وزیر د تجارتي سلاکار عبدالرزاق داؤد له قوله لیکلي دي ، ددغو بازارچو جوړول به د دواړو هیوادونو دپه تجارتي او سوداګریزو حوزو کې دملګرتیا د پراختیا او د دوواړخیزو اړیکو د لاپیاوړتیا لامل شي .
ټاکل شوې ده د ایران او پاکستان د اقتصادي چارو دګډکمیشن یویشتمه ناسته په ستمبر میاشت کې ترسره شي او ددغو بازارچو د زیاتولو موضوع به هم پکې وسپړل شي .
وئیل کیږی ، له یوه پلوه له ایران او افغانستان سره په ګډو پولو کې د ازغن تار او دقاچاق ښکارنده او له بل پلوه د ایران په ضد دامریکا یواړخیز بندیزونه لامل شوي څو د تهران او اسلام اباد ترمینځ د اقتصادي راکړې ورکړې اندازه تر یوه حده کمه شي .