پاکستان به هیڅکله اسراییل په رسمیت ونه پیژني
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i92308-پاکستان_به_هیڅکله_اسراییل_په_رسمیت_ونه_پیژني
د پاکستان د سینیټ مشر ټینګار وکړ چې اسلام آباد به هیڅ­کله صهیونیسټي رژیم په رسمیت ونه پیژني.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 18, 2020 01:20 Asia/Kabul
  • پاکستان به هیڅکله اسراییل په رسمیت ونه پیژني

د پاکستان د سینیټ مشر ټینګار وکړ چې اسلام آباد به هیڅ­کله صهیونیسټي رژیم په رسمیت ونه پیژني.

د جیو ټي وي د رپورټ له مخې په پاکستان کښې له صهیونیسټي رژیم سره د رسمي اړیکو د پیلولو لپاره د اماراتو په فیصلې باندې د نیوکو د څپې له زور اخیستو سره هممهاله د دغه هیواد د سینیټ مشر صادق سنجراني هم یوځل بیا وویل: صهیونیسټي رژیم یو غیرقانوني او نیواکګر رژیم دی.

هغه زیاته کړه چې د رسمي دوه اړخیزو اړیکو د پیلولو لپاره له صهیونیسټي رژیم سره د متحده عرب اماراتو موافقه به ډیرې پایلې په ځان پسې ولري.

د پاکستان مسلمانانو وړمه ورځ هم د صهیونیسټي ضده مظاهرو په کولو سره له دغه رژیم سره د سفارتي او نورو اړیکو د عادي کولو لپاره د اماراتو وروستۍ پرکړه وغندله.

مظاهره چیانو د فلسطین د ملاتړ او د بیت المقدس د آزادۍ په ملاتړ کښې په یولړ شعارونو سره پلی کارډونه اوچت کړي وو او له نیواکګرو سره جوړجاړې یې د فلسطین او اسلامي نړۍ خلاف ستر جنایت وباله.