ایران سلګونه غیرقانوني پاکستاني کډوال ستانه کړل
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i92313-ایران_سلګونه_غیرقانوني_پاکستاني_کډوال_ستانه_کړل
د ایران سرحدي ځواکونو هغه ۴۰۰ پاکستاني مهاجر چې په غیرقانوني توګه دې هیواد ته د ننوتو په وجه نیول شوي وو، پاکستان ته ستانه کړل.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 18, 2020 03:19 Asia/Kabul
  • ایران سلګونه غیرقانوني پاکستاني کډوال ستانه کړل

د ایران سرحدي ځواکونو هغه ۴۰۰ پاکستاني مهاجر چې په غیرقانوني توګه دې هیواد ته د ننوتو په وجه نیول شوي وو، پاکستان ته ستانه کړل.

د ایرنا د خبر له مخې پاکستاني رسنیو پرون وویل: ۴۰۰ پاکستاني ښاریز چې ایران ته د سفر د مجوز او ویزې د نه لرلو په وجه نیول شوي وو، د تفتان له سرحدي لارې د پاکستان پوله ساتو ځواکونو ته وسپارل شول.

خبر زیاتوي چې په څو وروستیو اونیو کښې د هغو غیرقانوني پاکستاني کډوالو شمیر چې د ایراني ځواکونو له خوا نیول شوي او پاکستان ته سپارل شوي دي، ۸۰۰ ته ورسید.

د پاکستان اقتصادي ستونزې او د ځوانانو بې روزګاري د دغه هیواد د خلکو د غیرقانوني مهاجرتونو مهم وجوهات ګڼل کیږي او په دغو کښې زیاتره کسان هڅه کوي چې له ایرانه بیا د ترکیې او یونان له لارې ځانونه اروپا ته ورسوي.