عمران خان:پاکستان هیڅکله اسراییل په رسمیت نه پیژنی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i92336-عمران_خان_پاکستان_هیڅکله_اسراییل_په_رسمیت_نه_پیژنی
عمران خان له دنیا نیوز چینل سره په مرکه کی د فلسطین د مسلې او لویدیځې اسیا کې د وروستیو بدلونونو په غبرګون کی وویل د پاکستان دریځ د صیهونیسټ رژیم په وړاندې له فلسطینی ملته د ملاتړ په باب د دغه هیواد د بنسټ ګر محمد علی جناح د حکم په مطابق دې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 19, 2020 01:47 Asia/Kabul
  • عمران خان:پاکستان هیڅکله اسراییل په رسمیت نه پیژنی

عمران خان له دنیا نیوز چینل سره په مرکه کی د فلسطین د مسلې او لویدیځې اسیا کې د وروستیو بدلونونو په غبرګون کی وویل د پاکستان دریځ د صیهونیسټ رژیم په وړاندې له فلسطینی ملته د ملاتړ په باب د دغه هیواد د بنسټ ګر محمد علی جناح د حکم په مطابق دې .

د ایرنا له راپور سره سم د پاکستان لومړی وزیر له صیهونیسټ رژیم سره د اړیکو د عادی کولو لپاره د اماراتو په اقدام په غبرګون کی وویل په دې هکله د پاکستان دریځ روښانه دې او مونږه به هیڅکله د اسراییلو رژیم په رسمیت ونه پیژنو .

عمران خان له دنیا نیوز چینل سره په مرکه کی د فلسطین د مسلې او لویدیځې اسیا کې د وروستیو بدلونونو په غبرګون کی وویل  د پاکستان دریځ د صیهونیسټ رژیم په وړاندې  له فلسطینی ملته د ملاتړ په باب د دغه هیواد د بنسټ ګر محمد علی جناح د حکم په مطابق دې .

د امریکا ولسمشر ټرمپ د زیارت په ورځ د اړیکو د بشپړه عادی کولو لپاره د صیهونیسټ رژیم او اماراتو د موافقې خبر ورکړی وو .

دا موفقه د پاکستان د سیاسی او مذهبی ګوندونو له سخت غبرګون سره مخامخ شوی ده .

همداراز د پاکستان مسلمانانو تیر اتبار په ورځ په بیلا بیلو ښارونو کې د صیهونیسټی ضد مظاهرو په ترسره کولو سره وروستۍ موافقه غندلی وه .