د روغتیائی پروټوکول په اساس به د محرّم دستورې شي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i92381-د_روغتیائی_پروټوکول_په_اساس_به_د_محرّم_دستورې_شي
په دستورو کې دې له ماسک څخه استفاده وشي او سوشل ډسټنسینګ دې رعایت شي ، څو دغه مرګوني ناروغي نوره خوره نشي .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Aug 21, 2020 00:31 Asia/Kabul
  •  د روغتیائی پروټوکول په اساس به د محرّم دستورې شي

په دستورو کې دې له ماسک څخه استفاده وشي او سوشل ډسټنسینګ دې رعایت شي ، څو دغه مرګوني ناروغي نوره خوره نشي .

ایرنا  خبری آژانس راپور ورکړ  د پاکستان د  کورنیو چارو وزیر اعجاز شاه پرون  مازدیګر په اسلام اباد کې د اهل تشیّع له یو شمیر دیني عالمانو  او مخَورو سره په کتنې کې کرونائي بحران ته په پام سره  په محرم میاشت کې د حسینی عزادارۍ د دستورو دڅرنګوالي په اړه  خبرې اترې کړي او  ددې خبرې په کولو سره ئې چې د عزادارۍ په دستورو کې  روغتیائي مسئلو ته بې پامي به کرونائي ترینګلتیاوې نوره هم پراخې کړي ،  پر خلکو غږ کړی ، په دستورو کې دې له ماسک څخه استفاده وکړي او  سوشل ډسټنسینګ  دې رعایت کړي ، څو دغه   مرګوني  ناروغي نوره خوره نشي .

د اهل تشیَع  د پلاوي  مشر غضنفر مهدي  هم په دغې ناستې کې وئيلی دي ،دپاکستان  اهل تشیَع  د محرم د  میاشتې د عزادارۍ په دستورو کې  روغتیائي پروټوکولونه په بشپړ ډول رعایتوي  او په دې او نورو امنیتی تدبیرونو په اړه به له حکومتي  مامورانو سره بشپړ ملګرتیا وکړي .

Image Caption