د روغتیائی پروټوکول په اساس به د محرّم دستورې شي
په دستورو کې دې له ماسک څخه استفاده وشي او سوشل ډسټنسینګ دې رعایت شي ، څو دغه مرګوني ناروغي نوره خوره نشي .
ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ د پاکستان د کورنیو چارو وزیر اعجاز شاه پرون مازدیګر په اسلام اباد کې د اهل تشیّع له یو شمیر دیني عالمانو او مخَورو سره په کتنې کې کرونائي بحران ته په پام سره په محرم میاشت کې د حسینی عزادارۍ د دستورو دڅرنګوالي په اړه خبرې اترې کړي او ددې خبرې په کولو سره ئې چې د عزادارۍ په دستورو کې روغتیائي مسئلو ته بې پامي به کرونائي ترینګلتیاوې نوره هم پراخې کړي ، پر خلکو غږ کړی ، په دستورو کې دې له ماسک څخه استفاده وکړي او سوشل ډسټنسینګ دې رعایت کړي ، څو دغه مرګوني ناروغي نوره خوره نشي .
د اهل تشیَع د پلاوي مشر غضنفر مهدي هم په دغې ناستې کې وئيلی دي ،دپاکستان اهل تشیَع د محرم د میاشتې د عزادارۍ په دستورو کې روغتیائي پروټوکولونه په بشپړ ډول رعایتوي او په دې او نورو امنیتی تدبیرونو په اړه به له حکومتي مامورانو سره بشپړ ملګرتیا وکړي .