پاکستان : پر ملابرادر او حقاني شبکې یې بندیزونه لګولي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i92410-پاکستان_پر_ملابرادر_او_حقاني_شبکې_یې_بندیزونه_لګولي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پر خپله ویبپاڼه هم پر طالبانو د بندیز حکم خپور کړی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 22, 2020 09:06 Asia/Kabul
  • پاکستان : پر ملابرادر او حقاني شبکې یې بندیزونه لګولي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پر خپله ویبپاڼه هم پر طالبانو د بندیز حکم خپور کړی دی.

پاکستان وایی  چې د ملګروملتو د امنیت شورا د پرېکړه لیک له غوښتنې سره سم یې د طالبانو پر مرستیال مشر ملابرادر او حقاني شبکې بندیزونه لګولي دي.

ملاعبدالغني برادر په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر دی او د ده تر مشرۍ لاندې پلاوي د فبرورۍ په ۲۹ نېټه له امریکا سره موافقه لاسلیک کړه.

پاکستاني خبریال طاهرخان په یوه ټویټ کې لیکلي «پاکستان د ملابرادر او سراج الدین حقاني په شمول د طالبانو پر لویو مشرانو د ملګروملتو د امنیت شورا د تعزیراتو په لړ کې بندیزونه لګولي دي.

 د پاکستان د باندنیو چارو وزارت خبرپاڼه وايي چې د طالبانو پر مشرانو به د سفر او وسلو بندیز، د پیسو او نورو مالي سرچینو کنګل تطبیق شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پر خپله ویبپاڼه هم پر طالبانو د بندیز حکم خپور کړی دی.

د پاکستان د باندنیو چارو وزارت په خپله ویبپاڼه کې لیکلي حکومت خوشاله دی چې د ملګروملتو د امنیت شورا د ۲۰۱۵ کال ۲۲۵۵ نمبر پرېکړه لیک په بشپړ ډول عملي کړي.