پاکستان کښې د ترهګرو ډلو د مشرانو خلاف بندیزونه سخت شول
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i92421-پاکستان_کښې_د_ترهګرو_ډلو_د_مشرانو_خلاف_بندیزونه_سخت_شول
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په دغه هیواد کښې د ترهګرو ډلو د مشرانو خلاف د بندیزونو د سختیدو خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 23, 2020 03:39 Asia/Kabul
  • پاکستان کښې د ترهګرو ډلو د مشرانو خلاف بندیزونه سخت شول

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په دغه هیواد کښې د ترهګرو ډلو د مشرانو خلاف د بندیزونو د سختیدو خبر ورکړ.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په دغه هیواد کښې د ترهګرو ډلو د مشرانو خلاف د بندیزونو د سختیدو خبر ورکړ.

د ایرنا د خبر له مخې د پاکستان خارجه وزارت پرون په یوه خبرباڼه کښې وویل چې په دغو بندیزونو کښې د طالبانو، حقاني، القاعدې، داعش، جماعت الاحرار، سپاه صحابه، لشکر جهنګوي، لشکر طیبه او جیش ظلم په نامه جیش محمد په شمول ترهګرو ډلو لسګونه مشران شامل دي چې شتمنۍ یې ضبط شوي او ټول مالي ټرانزکشنونه یې معلوم کړې شوي او بندیږي.

د پاکستان حکومت همداشان دغه هیواد ته د تربندیز لاندې ترهګرو ورتګ او یا ټرانزټ، د وسلو د اړتیاؤ پوره کول او د جنګي سازوسامان برابرول ممنوع اعلان کړل.

کابو یوه میاشت مخکښې د پاکستان د طالبانو او جیش محمد ترهګرو ډلو مشران د ملګرو ملتو د امنیت شورا د بندیزونو په نوملړ کښې شامل شول چې اسلام آباد یې هم هرکلې وکړ.