پاکستان اوطالبانوډلې د سولې بهیر جاج واخیسته
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i92478-پاکستان_اوطالبانوډلې_د_سولې_بهیر_جاج_واخیسته
پاکستان اوطالبانوډلې په اسلام اباد کې په افغانستان کې د تاوتریخوالیو له زیاتیدا سره په یووخت د افغانستان د سولې بهیر جاج واخیسته .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 26, 2020 01:14 Asia/Kabul
  • پاکستان اوطالبانوډلې د سولې بهیر جاج واخیسته

پاکستان اوطالبانوډلې په اسلام اباد کې په افغانستان کې د تاوتریخوالیو له زیاتیدا سره په یووخت د افغانستان د سولې بهیر جاج واخیسته .

د ایرنا له راپور سره سم پاکستان اوطالبانوډلې  په اسلام اباد کې په افغانستان کې د تاوتریخوالیو له زیاتیدا سره په یووخت د افغانستان د سولې بهیر جاج واخیسته .

پاکستان وايي د بهرنیو چارو وزیر یې له طالبانو په کلکه وغوښتل چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د افغانستان له حکومت سره ژر خبرې پیل کړي.

د پاکستان د باندنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د ملاعبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو د قطر پلاوي ته وویل چې بین الافغاني خبرې د سیمې امنیت یقیني کولی شي.

د طالبانو پلاوی دوې ورځې وروسته له دې اسلام اباد ته لاړ چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وویل، پر طالبانو د ملګروملتو د امنیت شورا د ۲۰۱۵ کال پرېکړه لیک په بشپړ ډول تطبیقوي.

قریشي د ملا برادر په مشرۍ له طالب پلاوي سره له خبرو وروسته وویل «پاکستان لېواله دی چې بین الافغاني خبرې ژر پیل شي څو په سیمه کې سوله او ثبات تضمین شي.

ټاکل شوې وه چې د بندیانو له تبادلې وروسته د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ په دوحه کې د سولې خبرې پیل شي خو طالبان د خپلو ۳۸۰ بندیانو او حکومت د خپلو شاوخوا ۱۰۰ بندیانو د خلاصون غوښتنه کوي.

ظاهراً د بندیانو په تبادلې کې ځنډ د سولې د خبرو خنډ شوی دی.

په همدې حال کې طالبانوتاوتریخوالی ته زور ورکړی دی. د ځینو راپورونو پر اساس په وروستیو کې د طالبانو په بریدونو کې سلګونه ملکیان  اوپوځیان هم وژل شوي دي.

د پاکستان د باندنیو چارو وزیر له طالبانو سره خپلو خبرو ته په اشاره وویلموږ پر ستونزو او د هغو پر حل لارو مشورې وکړې.»

دیپلوماتان وايي، قریشي له طالبانو سره د تاوتریخوالو د کمولو پر لارو چارو هم خبرې وکړې.

له طالبانو سره د قریشي په کتنه کې د پاکستان د پوځي استخباراتو یا آی ایس آی مشر جنرال فیض حامد هم حاضر و.

په همدې حال کې د پاکستان ډان ورځپاڼې د خپل هیواد د بهرنیو چارو وزارت د ویندوی په قول ویلي چې طالب پلاوي د افغانستان د سولې د پروسې پر اوسني حالت او راتلونکو اقداماتو خبرې وکړې.

طالب پلاوی د دوشنبې په ورځ اسلام اباد ته ورسېد.