د پاکستان جمعیت علمای اسلام وایي د پاکستان بهرنۍ سیاست ناکامه شوی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i92527-د_پاکستان_جمعیت_علمای_اسلام_وایي_د_پاکستان_بهرنۍ_سیاست_ناکامه_شوی
سعودي‌ عرب په ګډون له زیاتره هیوادونو سره د پاکستان اړیکې خرابې شوې دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 28, 2020 10:29 Asia/Kabul
  • د پاکستان جمعیت علمای اسلام وایي د پاکستان بهرنۍ سیاست ناکامه شوی

سعودي‌ عرب په ګډون له زیاتره هیوادونو سره د پاکستان اړیکې خرابې شوې دي.

د جميعت علمااسلام فضل الرحمان ډلې صوبايي مشر سناتور مولانا عطاالرحمان ویلي چې د پاکستان بهرنۍ تګلاره ناکامه شوې ده.
نوموړي ویلي چې د سعودي‌ عرب په ګډون له زیاتره هیوادونو سره د پاکستان اړیکې خرابې شوې دي.
نوموړي دا څرګندونې د خیبر پښتوتنخوا په سوات کي له خبریالانو سره د خبرو پر مهال کړې دي.
مولانا عطاالرحمان ویلي، “نن چين ، ايران موږ نه خفه دي ، له هندوستان او افغانستان سره زموږ تعلقات خراب دي، ترکيه او سعودي عرب چې به په سخت وخت کې د پاکستان مرسته کوله نن هغه ملکونه هم د پاکستان له کرداره خفه دي، نن دا ملکونه په دنيا کې موږ رسوا کوي.”
مولانا عطا الرحمان وویل چې د سپټمبر پر اوومه به په پېښور کې د خپل ګوند کنوینشن کوي او د حکومت د تګلارو ضد به خپل طاقت څرګندوي.
د پاکستان مرکزي حکومت وار له مخه دا خبره رد کړې ده چې ګواکې له سعودي عرب سره یې اړیکې خرابې شوې دي.
دا له هغه وروسته ده چې د پاکستان پوځ د مشر قمر جاوید باجوا سعودي عرب ته په سفر وو او پر دې مهال داسې راپورونه خپره شول چې د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان له هغه سره له لیدو ډډه کړې ده.