په پاکستان کښې سیلابونو ګڼ شمیر خلک وژلي
زمونږ خبریال وايي پرون د پاکستان د سیند صوبې د مرکز کراچۍ په بیلابیلو سیمو کښې د سختو بارانونو او د سیلاب له کبله لس(۱۰) نور کسان مړه شول او له تیرو دریو (۳) ورځو راهسې په دغه ښار کښې د سختو بارانونو له کبله د وژل شویو کسانو شمیر څلویښتو (۴۰) ته رسیدلی دی .
د پاکستان د کراچۍ ښار اکثره سړکونه او لارې اوبو لاندې کړي دی او په ډیرو سیمو کښې بریښنا غوڅه شوي ده او خلکو د بریښنا د غوڅیدا پرضد مظاهرې هم کړي دي .
د پاکستان حکومت په کراچۍ ښار کښې د حالاتو د عادي کولو هڅه پیل کړي ده .
بل خبر دا چې سختو بارانونو د پاکستان په خیبر پښتونخوا صوبې کښې هم کابو شپاړس (۱۶) کسان وژلي او اته (۸) نور یې ژوبل کړي هم دي .
د پاکستان حکومتي چارواکو وویل چې اته (۸) کسان په بر کوهستان سیمه ، شپږ(۶) په سوات او دوه (۲)نور په شانګلا سیمه کښې د سختو بارانونو او د سیلابونو له کبله وژل شوي دي .
دغه راز پینځه (۵) نور کسان اوس هم بې درکه دي او د دغو کسانو د موندلو لپاره عملیات پیل شوي دي .
د پاکستان په خیبر پښتونخوا صوبې کښې سختو بارانو دغه راز پینځویشت (۲۵) کورونه په جزيي ډول او نهویشت (۲۹) نور کورونه په کامل ډول تباه کړي دي .