د پاکستان په بلوچستان کښې ترهه ګريزه چاودنه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i92672
د پاکستان په بلوچستان صوبه کښې د ترهه ګريزې چاودنې له امله څلور عامه وګړي ژوبل شول.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Sep 04, 2020 16:23 Asia/Kabul
  • د پاکستان په بلوچستان کښې ترهه ګريزه چاودنه

د پاکستان په بلوچستان صوبه کښې د ترهه ګريزې چاودنې له امله څلور عامه وګړي ژوبل شول.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې نن د جمعې به ورځ يو بم چې په يو موټر سائيکل کښې اېښودے شوے ؤ د کوئټې ښار د يو جوماټ مخې ته وچاودۀ چې له امله يې څلور عامه کسان ژوبل شو چې د ځينو حالت سخت بيان شوےدے.

دا په پاکستان کښې په تېرو څلوريشتو ګېنټو کښې دويمه چاودنه ده. پرون هم د پاکستان د خېبرپښتونخوا صوبې په شمالي وزيرستان سيمه کښې د دغه هېواد د فوځي ځواکونو موټر سره نزدې د يوې چاودنې له امله درې فوځيان ووژل شول او څلور نور هم ژوبل شول.

تر اوسه چا کس يا ډلې د دغو چاودنو ذمه واري په غاړه نه ده اخېستې.