پاکستانیانو بیاهم د فرانسوي مجلې خلاف پراخې مظاهرې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i92862-پاکستانیانو_بیاهم_د_فرانسوي_مجلې_خلاف_پراخې_مظاهرې_وکړې
د پاکستان مسلمانانو یوځل بیا د اسلام د ګرانقدره پیغمبر په هکله د سپک کارټون د خپرولو په لړ کښې د چارلي هیبډو Charlie Hebdo په نامه فرانسوي مجلې اقدام وغنده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 12, 2020 03:14 Asia/Kabul
  • پاکستانیانو بیاهم د فرانسوي مجلې خلاف پراخې مظاهرې وکړې

د پاکستان مسلمانانو یوځل بیا د اسلام د ګرانقدره پیغمبر په هکله د سپک کارټون د خپرولو په لړ کښې د چارلي هیبډو Charlie Hebdo په نامه فرانسوي مجلې اقدام وغنده.

د پاکستان مسلمانانو یوځل بیا د اسلام د ګرانقدره پیغمبر په هکله د سپک کارټون د خپرولو په لړ کښې د چارلي هیبډو Charlie Hebdo په نامه فرانسوي مجلې اقدام وغنده.

د پلازمینې اسلام آباد په شمول د پاکستان په مختلفو ښارونو کښې خلکو د جمعې له لمانځه وروسته د سیاسي، مذهبي او مدني فعالانو په ګډون د چارلي هیبډو فرانسوي مجلې له سپکاوي ډک اقدام وغنده او له اسلامه د ویرونې او د مسلمانانو د ټولنې خلاف د تشدد په وړاندې د لویدیځو واکمنانو چپتیا یې وغندله.

د (رسول ا... مبارک حرمت او د امت اتحاد) په عنوان سره پرونیو مظاهرو کښې ګډونوالو پاکستانیانو د اسلامي پیوستون د خرابولو او د مسلمانانو د مقدساتو او عقایدو د سپکاوي لپاره د لویدیځ د شرمناکې دسیسې خلاف د اسلامي نړۍ د اغیزناکه غبرګون غوښتنه وکړه.