پاکستانیانو بیاهم د فرانسوي مجلې خلاف پراخې مظاهرې وکړې
د پاکستان مسلمانانو یوځل بیا د اسلام د ګرانقدره پیغمبر په هکله د سپک کارټون د خپرولو په لړ کښې د چارلي هیبډو Charlie Hebdo په نامه فرانسوي مجلې اقدام وغنده.
د پاکستان مسلمانانو یوځل بیا د اسلام د ګرانقدره پیغمبر په هکله د سپک کارټون د خپرولو په لړ کښې د چارلي هیبډو Charlie Hebdo په نامه فرانسوي مجلې اقدام وغنده.
د پلازمینې اسلام آباد په شمول د پاکستان په مختلفو ښارونو کښې خلکو د جمعې له لمانځه وروسته د سیاسي، مذهبي او مدني فعالانو په ګډون د چارلي هیبډو فرانسوي مجلې له سپکاوي ډک اقدام وغنده او له اسلامه د ویرونې او د مسلمانانو د ټولنې خلاف د تشدد په وړاندې د لویدیځو واکمنانو چپتیا یې وغندله.
د (رسول ا... مبارک حرمت او د امت اتحاد) په عنوان سره پرونیو مظاهرو کښې ګډونوالو پاکستانیانو د اسلامي پیوستون د خرابولو او د مسلمانانو د مقدساتو او عقایدو د سپکاوي لپاره د لویدیځ د شرمناکې دسیسې خلاف د اسلامي نړۍ د اغیزناکه غبرګون غوښتنه وکړه.