پاکستان په افغانستان کې د جنګ له ختمیداملاتړ کوی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i92901-پاکستان_په_افغانستان_کې_د_جنګ_له_ختمیداملاتړ_کوی
عبدا... هم د دوحې د سولې په خبرو اترو کې د پاکستان د مثبت رول مننه او قدرونه وکړه او ډاډمنې دایمی سولې ته یې د رسیدا لپاره د افغانستان د ارادې او هوډ ډاډ ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 13, 2020 08:01 Asia/Kabul
  • پاکستان په افغانستان کې د جنګ له ختمیداملاتړ کوی

عبدا... هم د دوحې د سولې په خبرو اترو کې د پاکستان د مثبت رول مننه او قدرونه وکړه او ډاډمنې دایمی سولې ته یې د رسیدا لپاره د افغانستان د ارادې او هوډ ډاډ ورکړ .

 زمونږ خبریال د صدای افغان خبری اژانس له قوله راپور ورکوی د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق خان د افغانستان د ملی مصالحې د لوړې شورا له مشر عبدا... عبدا... سره په کتنه کې وویل اسلام اباد په قطر کی د طالبانو او افغانانو ترمینځ د سولې له خبرو هرکلې کوی او په دغه هیواد کی د جنګ د ختمیدا پلوی دې .ده هیله څرګنده کړه چی افغانستان ته ژر تر ژره ارامښت ستون شی .

عبدا... هم د دوحې د سولې په خبرو اترو کې د پاکستان د مثبت رول مننه او قدرونه وکړه او ډاډمنې دایمی سولې ته یې د رسیدا لپاره د افغانستان د ارادې او هوډ ډاډ ورکړ .

د پاکستان خارجه وزیرشاه محمود قریشي  هم پرون چې په آنلاین توګه یې په دوحه کښې د بین الافغاني خبرواترو په غونډه کښې ګډون کړې و، په خپله وینا کښې وویل: د افغانستان کړکیچ پوځي حل لاره نه لري او سیاسي حل لاره، له دغه کړکیچه د وتلو یوازې طریقه ده.

هغه زیاته کړه: یوازې د افغانستان خلک د خپل برخلیک د ټاکلو اجازه لري او دا خبرې اترې هم د دوي د راتلونکي په هکله دي نو بس دا بهیر باید بې له بهرنۍ لاسوهنې یا نفوذه مخ په وړاندې لاړ شي.

د پاکستان خارجه وزیر هم داشان په افغانستان کښې د صلحې له ټینګښت سره د مرستې لپاره یوه څلور ماده ایزه نړیواله طرحه هم معرفي کړه چې د افغانستان د خلکو د غوښتنې له مخې د دغه هیواد د صلحې له بهیره ملاتړ، له دغه هیواد سره د اقتصادي تعاملاتو د ژورتیا ضرورت او خپل هیواد ته د افغان کډوالو د ستنیدو د ډاډ لپاره کوشش او هم داشان پایداره بیارغاونه او پراختیا یې په بندونو کښې شامل دي.