ایران اوپاکستان د دوه اړخیزه اړیکو د پیاوړتیا لپاره سلاومشورې وکړې
د ایرنا له ننی راپور سره سم په کویټه ښار کې د ایران کونسلر حسن درویش وند له لیاقت شاه وانی سره په کتنه کې د دلچسپۍ وړ موضوګانو ، اقتصادی اړیکو او له کرونا ویروس سره د ګډې مقابلې په اړه د نظر تبادله وکړه .
په کویټه کې د اسلامی ایران کونسلر او د پاکستان د بلوچستان د صوبایی حکومت ویندوی د دواړو هیوادونو د سرحدی ولایتونو ترمینځ د اجتماعی ، اقتصادی او کلتوری اړیکو د پراختیا لارې چارې وجاجولې .
د ایرنا له ننی راپور سره سم په کویټه ښار کې د ایران کونسلر حسن درویش وند له لیاقت شاه وانی سره په کتنه کې د دلچسپۍ وړ موضوګانو ، اقتصادی اړیکو او له کرونا ویروس سره د ګډې مقابلې په اړه د نظر تبادله وکړه .
ښاغلی درویش وند د دواړو هیوادونو زاړو اړیکو ، ښه ګاونډیتوب او ګډو تاریخی ، مذهبی ، کلتوری او اجتماعی اړیکو ته په اشارې سره د سیستان او بلوچستان او د پاکستان د بلوچستان ترمینځ د کلتوری اړیکو ، سرحدی بازارونو د پراختیا او له کرونا سره په ګډې مقابلې ټینګار وکړ .