پاکستان د ایران د ایټمي موافقې ملاتړی دی
د پاکستان حکومت یوځل بیا د ګډ اقدام د جامع پروګرام (ایټمي موافقې) د اجرا کیدو ملاتړ وکړ.
د پاکستان د خارجه وزارت ویاند زاهد حفیظ چودري د ایران خلاف د ملګرو ملتو د امنیت شورا د بندیزونو د راستنولو لپاره د امریکې د هلوځلو په غبرګون کښې وویل: د برجام له ساتنې د ملاتړ په دوام کښې د اسلام آباد دریځونه روښانه او نه بدلیدونکي دي.
هغه زیاته کړه: د پاکستان حکومت له ایران سره شوې نړیواله موافقه په سفارتي طریقو د پیچلو مسائلو د هواري یوه څرګنده نمونه ګڼي او په خپلو اصولو دریځونو کښې هیڅ بدلون راوستلو ته تیار نه دی.
د ویلو ده چې د امریکې ولسمشر د ۲۰۱۸ کال د مۍ په اتمه نیټه په یواړخیزه توګه په ایټمي موافقه کښې د واشنګټن د ژمنو په ماتولو سره امریکا له دغې نړیوالې موافقې وباسله او د ایران خلاف د ایټمي بندیزونو د بیرته لګولو اعلان یې وکړ.