د پاکستان مسلم لیګ مشر ونیوې شو
د پاکستان احتساب ادارې د مسلم لیګ نواز ګوند مشر شهباز شریف توقیف کړی دی.
پاکستاني رسنیو پرون وویل، شهباز شریف چې د اته میلیارډ روپیو په ارزښت د مني لانډرنګ کیس په لړ کښې د لاهور هايي کورټ ته ورغلې و، د ضمانت له لغو کیدو وروسته د ملي احتساب ادارې د ځواکونو په لاس ونیوی شو.
د پاکستان د ملي احتساب ادارې وکیل د محکمې په غونډې کښې وویل چې د شهباز شریف د کورنۍ خلاف د مالي فساد، پیسو وینځلو یا مني لانډرنګ، له حکومتي موقعیته د ناوړه استفادې او له عاید د زیاتو شتمنیو د لرلو په لړ کښې مختلف کیسونه او دوسیې روانې دي.
له بلې خوا د پاکستان د پیپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو زرداري په پارلیمان کښې د حکومت د مخالفو یا اپوزیشن ګوندونو د مشرانو نیول غندلي او مدعي شو چې واکمن ګوند له ملي ارګانونو په ناوړه استفادې سره سیاسي انتقال اخلي.