دپاکستان اسلام ابادیو ځل بیا له سختو ګواښونو سره مخ شوی دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i9328-دپاکستان_اسلام_ابادیو_ځل_بیا_له_سختو_ګواښونو_سره_مخ_شوی_دی
دپاکستان دپولیسو او استخباراتی سرچینو خبرداری ور کړی ، چې کابو شل ورځې مخکې په دغه هیواد کې دځان مرګو حملو لپاره له افغانستانه یولس کسان پاکستان ته داخل شوی دی او ډیر احتمال شته چې دغه ح ملې په پنجاب صوبې په تیره بیا په پنډۍ ،اسلام اباد او لاهور ښارونو کې ترسره شی . ددغه راپورپه اساس په هغو ځان مرګو کې دوو کسانو په خیبر پختونخواه صوبې کې غمیزناکې حملې کړی دی چې دلسګونو کسانو د وژلو لامل شوی دی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 28, 2016 10:41 Asia/Kabul
  • دپاکستان اسلام ابادیو ځل بیا له سختو ګواښونو سره مخ شوی دی

دپاکستان دپولیسو او استخباراتی سرچینو خبرداری ور کړی ، چې کابو شل ورځې مخکې په دغه هیواد کې دځان مرګو حملو لپاره له افغانستانه یولس کسان پاکستان ته داخل شوی دی او ډیر احتمال شته چې دغه ح ملې په پنجاب صوبې په تیره بیا په پنډۍ ،اسلام اباد او لاهور ښارونو کې ترسره شی . ددغه راپورپه اساس په هغو ځان مرګو کې دوو کسانو په خیبر پختونخواه صوبې کې غمیزناکې حملې کړی دی چې دلسګونو کسانو د وژلو لامل شوی دی

ز مونږ خبریال دډان خبری سایټ له قوله راپورراکړ راپورښئ دغه ځان مرګی کسان دپاکستان له طالبانو ډلې سره په ارتباط کې دی .

دپاکستان امینتی اوپولیسی سرچینو ویلی دی چې هیواد ته ددغو ځان مرګو د ورتلو په باب لاز م خبرداری ټولو داخلی او په پاکستان کې دیره بهرنیو اورګانونو او ادارو ته اعلان شوی دی

دپآکستان استخباراتی اورګانونو ددغه هیواد له پولیسو او امنیتی ځواکه غوښتی څو دروغتونونو، مارکیټونو ،بازارونو ،پارکونو کړه ایزو سترو سټورونو ، عمومی ځایونو او په تیره بیا ددغو ښارونو په عمومی ځایونو په څیر د مرکزی ودانیو په شاوخوا کې امنیتی تدبیرونه نوره هم سخت کړی .