علوی:پاکستان دافغان سولې د پروسې ملاتړ ته ژمن دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i93281-علوی_پاکستان_دافغان_سولې_د_پروسې_ملاتړ_ته_ژمن_دی
هغه زیاته کړې، دوی د افغانانو پرېکړې او ارادې ته درناوی لري او د افغانانو په مشرۍ د سولې پروسې ملاتړ ته دوام ورکوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 01, 2020 02:12 Asia/Kabul
  • علوی:پاکستان دافغان سولې د پروسې ملاتړ ته ژمن دی

هغه زیاته کړې، دوی د افغانانو پرېکړې او ارادې ته درناوی لري او د افغانانو په مشرۍ د سولې پروسې ملاتړ ته دوام ورکوي.

 د افغان رسندویو له راپور سره سم د پاکستان ولسمشر عارف علوي پرون د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا رئیس عبدا... عبدا... سره په لیدنه کې ویلي، هېواد یې له افغان جګړې زیانمن شوی او په خبره یې په افغانستان کې سوله د دوی په ګټه ده.

د علوي په وینا، هېواد یې په هره برخه کې له افغانستان سره همکاریو ته ژمن دی او خپلې هڅې به لا ډېرې کړي.

هغه زیاته کړې، دوی د افغانانو پرېکړې او ارادې ته درناوی لري او د افغانانو په مشرۍ د سولې پروسې ملاتړ ته دوام ورکوي.

نوموړي د خپلو خبرو پر دوام ویلي، هیله من دی چې د عبدا... په مشرۍ روانې هڅې به افغانستان تلپاتې سولې ته رسوي او د جګړو لمن به ورټولېږي.

علوي په دې ناسته د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ پر پیاوړتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د سولې په راتلو سره باید مرکزي آسیا له جنوبي آسیا سره وصل شي.

په ورته مهال عبدا... عبدا... سوله د افغانانو له لومړیتوبونو څخه بللې او له پاکستان څخه یې په دې برخه کې د همکارۍ کولو غوښتنه کړې او د دواړو هېوادونو تر منځ یې د سوداګرۍ پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.