پاکستان د قره باغ په نښتوکې هرډول پوځی شتون رد کړ
Oct 02, 2020 11:57 Asia/Kabul
د پاکستان د خارجه وزارت ویندوی د ملګرو ملتو د امنیت شورا د پریکړه لیکونو په اساس د قره باغ د شخړې په اواری د اذربایجان جمهوریت له دریځونو ملاتړ وکړ .
د ایرنا له راپور سره سم د پاکستان د خارجه وزارت ویندوی زاهد حفیظ چودری نن په یوه بیانیه کی وویل په قره باغ سیمه کی د ارمنستان پرضد د اذربایجان جمهوریت د عسکرو تر څنګ د پاکستان د پوځی شتون په اړه راپورونه غیرمسولانه وبلل او ویې ویل دغه نښته د سیمې د سولې او امنیت لپاره خطرناکه ده .
د پاکستان د خارجه وزارت ویندوی د ملګرو ملتو د امنیت شورا د پریکړه لیکونو په اساس د قره باغ د شخړې په اواری د اذربایجان جمهوریت له دریځونو ملاتړ وکړ .
په قره باغ کی د ستمبر له ۲۷ نښتې پیل شوی او تراوسه دوام لری .
ټیګونه