ایران د پاکستان وروستۍترهه ګرې حملې وغندلې
سعید خطیب زاده د ترهه ګرې د ټولو ډولونو په باطل بللو سره د ترهه ګرو اقداماتو له ترسره کونکیو ، پلانونکیو ، ملاتړ او مالی ملاتړ کونکیوسره په دوامداره مبارزه کې د سیمې د ټولو هیوادونو د ګډون په ضرورت ټینګار وکړ .
د ایرنا له راپور سره سم د ایران د خارجه وزارت ویندوی خطیب زاده په کویټه او اورمړه کی په پاکستانی عسکرو د تیرو ورځو ترهه ګرې حملې وغندلې او د دغه هیواد له ملت او حکومت سره یې خواخوږی څرګنده کړه .
سعید خطیب زاده د ترهه ګرې د ټولو ډولونو په باطل بللو سره د ترهه ګرو اقداماتو له ترسره کونکیو ، پلانونکیو ، ملاتړ او مالی ملاتړ کونکیوسره په دوامداره مبارزه کې د سیمې د ټولو هیوادونو د ګډون په ضرورت ټینګار وکړ .
د زیارت په ورځ د خیبر پښتونخواه صوبې په شمالی وزیرستان کې د پاکستانی عسکرو په لاره کی د بمب په چاودنه کې ۶ عسکرو او د بلوچستان صوبې په اورمړه سیمه کی د تیلو او ګازو شرکت په ساتونکیو مامورانو د ناپیژاندو وسله والو په حمله کی هم ۶ عسکر وژل شوی وو .