ایران د پاکستان وروستۍترهه ګرې حملې وغندلې
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i93595-ایران_د_پاکستان_وروستۍترهه_ګرې_حملې_وغندلې
سعید خطیب زاده د ترهه ګرې د ټولو ډولونو په باطل بللو سره د ترهه ګرو اقداماتو له ترسره کونکیو ، پلانونکیو ، ملاتړ او مالی ملاتړ کونکیوسره په دوامداره مبارزه کې د سیمې د ټولو هیوادونو د ګډون په ضرورت ټینګار وکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 17, 2020 11:42 Asia/Kabul
  • ایران د پاکستان  وروستۍترهه ګرې حملې وغندلې

سعید خطیب زاده د ترهه ګرې د ټولو ډولونو په باطل بللو سره د ترهه ګرو اقداماتو له ترسره کونکیو ، پلانونکیو ، ملاتړ او مالی ملاتړ کونکیوسره په دوامداره مبارزه کې د سیمې د ټولو هیوادونو د ګډون په ضرورت ټینګار وکړ .

د ایرنا له راپور سره سم د ایران د خارجه وزارت ویندوی خطیب زاده په کویټه او اورمړه کی په پاکستانی عسکرو د تیرو ورځو ترهه ګرې حملې وغندلې او د دغه هیواد له ملت او حکومت سره یې خواخوږی څرګنده کړه .

سعید خطیب زاده د ترهه ګرې د ټولو ډولونو په باطل بللو سره  د ترهه ګرو اقداماتو له ترسره کونکیو ، پلانونکیو ، ملاتړ او مالی ملاتړ کونکیوسره په  دوامداره مبارزه کې د سیمې د ټولو هیوادونو د ګډون په ضرورت ټینګار وکړ .

د زیارت په ورځ د خیبر پښتونخواه صوبې په شمالی وزیرستان کې د پاکستانی عسکرو په لاره کی د بمب په چاودنه کې ۶ عسکرو او د بلوچستان صوبې په اورمړه سیمه کی د تیلو او ګازو شرکت په ساتونکیو مامورانو د ناپیژاندو وسله والو په حمله کی هم ۶ عسکر وژل شوی وو .