پاکستان د ارمنستان د لومړي وزیر څرګندونې رد کړې
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i93606-پاکستان_د_ارمنستان_د_لومړي_وزیر_څرګندونې_رد_کړې
ایرنا خبري اژانس وايي د اذربایجان جمهوریت د عسکرو په څنګ کښې د پاکستان د پوځیانو د شتون په هکله د ارمنستان د لومړي وزیر څرګندونو د اسلام اباد غبرګون راپارولی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 18, 2020 02:04 Asia/Kabul
  • پاکستان د ارمنستان د لومړي وزیر څرګندونې رد کړې

ایرنا خبري اژانس وايي د اذربایجان جمهوریت د عسکرو په څنګ کښې د پاکستان د پوځیانو د شتون په هکله د ارمنستان د لومړي وزیر څرګندونو د اسلام اباد غبرګون راپارولی دی .

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون د قره باغ سیمې په جنګونو کښې د اذربایجان جمهوریت د عسکرو په څنګ کښې د اسلام اباد د ځانګړیو ځواکونو د شتون په هکله د ارمنستان د لومړي وزیر نیکول پاشینیان وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کښې دغه څرګندونې بې اساسه او د ایروان غیر مسولانه پروپاګندې وبللې .

د پاکستان خارجه وزارت د ارمنستان له ځواکونو سره د نښتې لپاره د اذربایجان جمهوریت د عسکرو په څنګ کښې د پاکستان د عسکرو د شتون په هکله د ارمنستان د لومړي وزیر د ادعا په ردولو سره وویل د اذربایجان جمهوریت ولسمشر الهام علي اف په دې هکله روښانه دریځ غوره کړی دی او ویلي یې دي  چې د دغه هیواد ځواکونه د ځان د دفاع لپاره په کافي اندازه قدرت لري او د خارجي عسکرو مرستې ته ضرورت نشته .

د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان څه موده مخکې په یوې (۱) مرکې کښې ویلي وو چې د پاکستان د پوځ  ځانګړي ځواکونه د قره باغ سیمې په جنګونو کښې د اذربایجان جمهوریت د عسکرو په څنګ کښې جنګیږي .