خبرې د افغانستان د ستونزو حل لاره ده
فارس خبري اژانس وايي د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ټینګار وکړ د افغانستان له کړکیچ د وتلو یوازنۍ لاره د ښکیلو لورو ترمینځ خبرې اترې دي .
عمران خان پرون په اسلام اباد کښې د افغانستان دحزب اسلامي له مشر ګلبدین حکمتیار سره په کتنې کښې وویل د افغانستان د مشکلاتو حل د جنګ او د خلکو د وژلې له لارې امکان نلري .
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په دې باندې ټینګار سره چې د افغانستان او د پاکستان اړیکې تاریخي دي وویل د پاکستان او د سیمې ثبات د افغانستان د سولې له بهیر سره نږدې ارتباط لري .
عمران خان زیاته کړه د افغانستان د حکومت په مدیریت بین الافغاني خبرې اترې د پایداره سولې لپاره یو(۱) فرصت دی .
د افغانستان د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار چې له داعش ترهګرې ډلې ملاتړ او ورسره ملګرتیا کوي په داسې حال کښې د سولې په بهیر کښې د چټکتیا لپاره پاکستان ته تللی دی چې هغه د ولسمشر اشرف غني په حکومت کښې هیڅ مقام نلري .