په FATF کښې د پاکستان خلاف د عربستان کارړنګونې
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i93721-په_fatf_کښې_د_پاکستان_خلاف_د_عربستان_کارړنګونې
پاکستان یوځل بیا د مالي اقدام د ځانګړې ډلې FATF له خړ لیسټه د وتلو لپاره د پوره رایو په ترلاسه کولو کښې ناکامه شو.
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Oct 23, 2020 10:22 Asia/Kabul
  • په FATF کښې د پاکستان خلاف د عربستان کارړنګونې

پاکستان یوځل بیا د مالي اقدام د ځانګړې ډلې FATF له خړ لیسټه د وتلو لپاره د پوره رایو په ترلاسه کولو کښې ناکامه شو.

پاکستاني چارواکي چې د مالي اقدام د ځانګړې ډلې له څارونکي لړلیک څخه د خپل هیواد د نوم وتلو ته هیله مند وو، ونه توانیدل چې د غړو هیوادونو کافي ملاتړ لاس ته راوړي.

په داسې حال کښې چې هندي او امریکايي لابي هڅه کوي چې پاکستان FATF په تور لیسټ کښې شامل کړي خو د عربستان په شان یوشمیر هیوادونو ملاتړ نه کول سبب شول چې اسلام آباد له ډیرو کوششونو سره سره ونه توانیږي د دغې ډلې له خړ لیسټه ووځي.

پاکستان نن سبا په هغو هیوادونو کښې شامل دی چې د FATF په ځانګړې څارنې او خړ لیسټ کښې راځي او ډیرې هلې ځلې کوي چې د دغې ډلې د غړو د نظر په جلبولو سره له دغه نوملړه ووځي.

د FATF  له خړ لیسټه د پاکستان د نوم د وتلو په بهیر کښې د مالي ادقام د ځانګړې ډلې د ځینو غړو په تیره بیا د عربستان کارړنګونې ښودنه کوي چې د ریاض چارواکي لاهم د یمن په جنګ کښې د برخه نه اخیستو په هکله د اسلام آباد له پریکړې په قهر دي.

په تیرو کابو پنځو کالو کښې سعودي عربستان له پاکستانه بیابیا وغوښتل چې د یمن خلاف د ریاض په ماته خوړلي ائتلاف کښې ګډون وکړي خو دغه خبره د پاکستان د حکومتي چارواکو، پارلیمان یا قومي اسمبلۍ، ګوندونو او خلکو له منفي غبرګون سره مخامخ شوې ده او په هم دې وجه د پاکستان او عربستان په اړیکو کښې ګډوډي رامینځته شوې دي.

په پاکستان کښې په ۲۰۱۸ کال کښې د عمران خان په وزیراعظم جوړیدو سره د ریاض چارواکو تمه درلوده چې دغه هیواد ته د مالي او اقتصادي مرستو د ورکولو په بدل کښې به وتوانیږي چې اسلام آباد د یمن په جنګ کښې شتون ته مجبور کړي خو عربستان په دې کار کښې یوځل بیا ماتې وخوړله.

البته سعودي عربستان هم په یو غچ اخیستونکي اقدام کښې د هند تر کنټرول لاندې کشمیر د ځانګړې خودمختارۍ په ختمولو او د کشمیر د مسلمانانو خلاف د هندي حکومت د ځپونکو سیاستونو د غندنې لپاره د پاکستان د حکومت د غوښتنې سره سره د دغه ظالمانه اقداماتو په وړاندې چپه خوله پاتې شوی دی.

د مالي اقدام د ځانګړې ډلې له خړ لیسټه د پاکستان د وتلو له طرحې په ملاتړ نه کولو کښې د عربستان وروستۍ اقدام هم د یمن په جنګ کښې د اسلام آباد د ونډې نه اخیستو په وړاندې د ریاض د غچ اخیستونکي سیاست په چوکاټ کښې ګڼل کیږي چې د هغوي ترمینځ اړیکو کښې د شخړې د دوام او لازیاتیدو سبب ګرځیدې شي.

په پاکستان کښې ځینو سرچینو تاییده کړې ده چې په تیرو څه باندې دوو کالو کښې له پاکستان سره د عربستان د مالي مرستو د ژمنو د یوې برخې اجرا هم د یمن په جنګ کښې د ګډون نه کولو په وجه بنده شوې ده.

پاکستان چې د مالي اقدام د ځانګړې ډلې په خړ لیسټ کښې د خپل نوم شاملیدل د بهرنۍ پانګونې په جذبیدو او حتی له نړیوالو مالي ارګانونو څخه د پور په ترلاسه کولو کښې یو منفي عامل ګڼي، په دې وروستیو میاشتو کښې یې له دغه لیسټه د وتلو لپاره پراخې هلې ځلې وکړې خو تراوسه یې ګټه نه ده کړې.

د پاکستان له نظره د FATF له خړ لیسټه د دغه هیواد د نوم نه وتل او حتی د هند او امریکې په شمول د ځینو هیوادونو له خوا د دغې ډلې په تور لیسټ کښې د پاکستان د شاملولو هلې ځلې بیخي سیاسي دي او دغه ډله پر ځینو خپلواکو هیوادونو باندې د دباؤ اچولو لپاره په یو اوزار بدله شوې ده.

البته پر ځینو هیوادو د دباؤ لپاره د مالي اقدام له ځانګړې ډلې د امریکې او ځینو نورو سترو قدرتونو اوزاري استفاده یوازې تر پاکستان محدوده نه ده او په تیرو کلونو کښې سپینې ماڼۍ د ایران په شان یوشمیر هیوادونه هم د دغې ډلې په ذریعه تر سیاسي دباؤنو لاندې راوستې دي.

*/*/*/*/*/*/*/*/