مسلمانان دې د اسلامي مقدساتو د سپکاوی په وړاندې یو موټي شي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i93894-مسلمانان_دې_د_اسلامي_مقدساتو_د_سپکاوی_په_وړاندې_یو_موټي_شي
د پاکستان لومړی وزیر د رحمت اللعالمین په کنفرانس کې وویل: د نړۍ مسلمانان دي یوموټي شي او د لوېدیځي نړۍ له خوا د اسلام وېرونې او مقدساتو ته د سپکاوی په وړاندې ودریږي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 31, 2020 13:03 Asia/Kabul
  • مسلمانان دې د اسلامي مقدساتو د سپکاوی په وړاندې یو موټي شي

د پاکستان لومړی وزیر د رحمت اللعالمین په کنفرانس کې وویل: د نړۍ مسلمانان دي یوموټي شي او د لوېدیځي نړۍ له خوا د اسلام وېرونې او مقدساتو ته د سپکاوی په وړاندې ودریږي.

د اسلام آباد څخه زموږ د خبریال د راپور سره سم، عمران په دې کنفرانس کې چي د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې جوړ شوی اعلان وکړ چي هیڅ یو کار دومره د مسلمانانو زړه نه خواشینی کوي لکه اسلامي مقدساتو ته په تېره بیا د اسلام ګران پیغمبر ته سپکاوی، خو له بده مرغه لوېدیځ هیوادونه د نبی اکرم ص سره د مسلمانانو د مینې او محبت په اړه صحیح تصور نه لري.

د پاکستان د تحریک انصاف د ګونډ مشر زیاته کړه: د اسلام اباد دولت به نظر کې لري چي د ګران پیغمبر د شخصیت  سره د نوي نسل او د ځوانانو د لا زیات بلدتیا په موخه په شوونیز نصاب کې د ګران پیغمبر د سیرت پوری اړوند موضوعات زیات کړي.

د پاکستان لومړی وزیر وویل: په لوېدیځ کې یوه واړه ډله د اسلامي امت د ګټو په ضد فعالیت کوي، دغه ډله هڅه کوي چي د مقدساتو په وړاندې د مسلمانانو له حساسیت نه کار واخلي او د پروپاګنداو په مټ هغوی د بیان د ازادۍ سره په ټکر کې راولي. عمران خان د لوېدیځو منفي دریځ ته په اشارې سره وویل: ولي په لوېدیځو هیوادونو کې د هولوکاسټ په اړه خبرې جرم دی او د قانونی تقیبونې سبب ګرځي خو د اسلامي مقدساتو سپکاوی بیا هیڅ جرم نه دی او هیڅ اقدام یې په وړاندې نه کیږي. هغه ټینګار وکړ: د اسلام د اوسنیو ستونزو څخه د وتو لاره د مسلمانانو په وحدت کې ده نو پکار دی چي اسلامي هیوادونه د یو بل تر څنګ د اسلام ویرونې د لړۍ سره ګډه مباره وکړي.