د افغانستان سرحد ته نږدې د پاکستان عسکر مړه او ژوبل شوي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i93967-د_افغانستان_سرحد_ته_نږدې_د_پاکستان_عسکر_مړه_او_ژوبل_شوي
زمونږ خبریال وايي د پاکستان پوځ بیګا په یوې(۱) خبر پاڼه کښې له افغانستان سره په سرحدي سیمه کښې د پاکستان په عسکرو ترهګرې حملې کښې د یوه(۱) عسکر د وژل کیدا او دریو (۳) نورو د ژوبلیدا خبر ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 04, 2020 02:18 Asia/Kabul
  • د افغانستان سرحد ته نږدې د پاکستان عسکر مړه او ژوبل شوي

زمونږ خبریال وايي د پاکستان پوځ بیګا په یوې(۱) خبر پاڼه کښې له افغانستان سره په سرحدي سیمه کښې د پاکستان په عسکرو ترهګرې حملې کښې د یوه(۱) عسکر د وژل کیدا او دریو (۳) نورو د ژوبلیدا خبر ورکړ .

د پاکستان پوځ وویل د دغه هیواد په بلوچستان صوبې کښې په منزکي (Manzaiki) سیمه کښې په سرحدي پوستې باندې د افغانستان له خاورې د ترهګرو په ډزو کښې یو(۱) سرحدي ځواک وژل شوی او درې (۳) نور ژوبل شوي دي .

د پاکستان پوځ وویل ترهګرو په سرحدي پوستې باندې د درنو وسلو ډزې کړي دي .

پاکستان او افغانستان کابو دوه زره شپږ سوه (۲۶۰۰) کلومیټره ګډ سرحدونه لري او له دغو لارو د ترهګرو ډلو تګ راتګ په ډیرې اسانۍ سره ترسره کیږي .