عمران خان له ایران سره د اړیکو پراخول غواړي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i94134-عمران_خان_له_ایران_سره_د_اړیکو_پراخول_غواړي
ایرنا خبري اژانس وايي د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د ایران له اسلامي جمهوریت سره د اسلام اباد د اړیکو په ځانګړي اهمیت د ټینګار په ترڅ کښې د دواړو هیوادونو ترمنځ د سیمه ییزو په ملګرتیاو په تیره بیا د تجارتي اړیکو د پراخولو غوښتنه وکړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 12, 2020 01:36 Asia/Kabul
  • عمران خان له ایران سره د اړیکو پراخول غواړي

ایرنا خبري اژانس وايي د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د ایران له اسلامي جمهوریت سره د اسلام اباد د اړیکو په ځانګړي اهمیت د ټینګار په ترڅ کښې د دواړو هیوادونو ترمنځ د سیمه ییزو په ملګرتیاو په تیره بیا د تجارتي اړیکو د پراخولو غوښتنه وکړه .

د پاکستان د لومړي وزیر دفتر پرون په اسلام اباد کښې د ایران له خارجه وزیر جواد ظریف او ورسره پلاوي سره د عمران خان د کتنې په هکله په یوې (۱) خبر پاڼې  کښې وویل په دغه کتنې کښې د پاکستان د خارجه وزارت قائمقام سهیل محمود ، په پاکستان کښې د ایران سفیر سید محمد علي حسیني او په ایران کښې د پاکستان سفیر رحیم حیات قریشي ګډون درلود .

د پاکستان د لومړي وزیر دفتر په خبر پاڼه کښې ویل شوي دي عمران خان د ایران خارجه وزیر او ورسره پلاوي ته د هرکلي په ترڅ کښې وویل ایران اسلامي جمهوریت او پاکستان نږدې او صمیمانه اړیکې لري .

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان له ایران سره د اړیکو پیاوړتیا او د دوه اړخیزو ملګرتیاو پراخول متقابلو ګټو ته د رسیدا لپاره مهم وبلل او زیاته یې کړه د دواړو هیوادونو تجارتي او اقتصادي اړیکې باید نورې هم پراخې شي .

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په سیمه کښې د سولې د امنیت او د پراختیا د لوړتیا لپاره د تهران او د اسلام اباد د نږدې ملګرتیا پرضرورت باندې ټینګار سره وویل د افغانستان د سولې د بهیر له پرمخ بیولو سره د مرستې لپاره د پاکستان هڅه دوام لري او اسلام اباد باوري دی چې د دغه هیواد کړکیچ پوځي حل لاره نلري .