پاکستان کښې د امریکا سفارت بښنه وغوښتله
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i94138-پاکستان_کښې_د_امریکا_سفارت_بښنه_وغوښتله
زمونږ خبریال وايي په پاکستان کښې د امریکا سفارت د مسلم لیګ ګوند د نوازشریف څانګې د یوه (۱) مشر احسن اقبال لخوا لومړي وزیر عمران خان ته د سپکاوي د خبر په ټویټر اینټرنیټ پاڼې باندې د بیا خپرولو په خاطر د اسلام اباد له حکومت څخه بښنه وغوښتله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 12, 2020 02:41 Asia/Kabul
  • پاکستان کښې د امریکا سفارت بښنه وغوښتله

زمونږ خبریال وايي په پاکستان کښې د امریکا سفارت د مسلم لیګ ګوند د نوازشریف څانګې د یوه (۱) مشر احسن اقبال لخوا لومړي وزیر عمران خان ته د سپکاوي د خبر په ټویټر اینټرنیټ پاڼې باندې د بیا خپرولو په خاطر د اسلام اباد له حکومت څخه بښنه وغوښتله .

د پاکستان د مسلم لیګ د نوازشریف څانګې یوه (۱) مشر احسن اقبال په یوه(۱) ټویټر پیغام کښې ویلي وو چې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې  د امریکا د  ولسمشر ډونالډ ټرمپ ماتي خوړل د دنیا  دیکتاتورانو او خلکو ته  دوکه ورکونکو واکمنانو ته یو (۱)ګوزار دی  زیاته کړي وه مونږ په پاکستان کښې هم یو (۱) دیکتاتور لرو او هغه به زر له واک څخه لیرې شي .

د احسن اقبال اشاره د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ته وه .

د امریکا د سفارت لخوا د پاکستان د مسلم لیګ د نوازشریف څانګې د یوه(۱) مشر احسن اقبال دغه څرګندونې د بیا خپرولو په خاطر دپاکستان حکومت غصه شو او د سیند صوبې ګورنر او فیډرال وزیر د امریکا په سفارت غږ وکړ چې د ډیپلوماټیکو اصولو درنښت وکړي او بښنه دې وغواړي .

د پاکستان د بشري حقوقو وزیرې میرمن شیرین مزاري د امریکا د سفارت د بښنې له غوښتلو مخکې ویلي و  په اسلام اباد کښې د امریکا سفارت اوس هم د ټرمپ د خوې په شان د یوه تورن پیژندل شوي کس نواز شریف ملاتړ کوي او د پاکستان په کورنیو

چارو کښې ښکاره لاسوهنه کوي .