له ایټمی موافقې د امریکا پیروی کول د ټولو په ګټه دي
عمران خان همداراز وویل امریکایان اوس باید په مینځنی ختیځ کې خپل سیاستونه بدل کړی .
د پاکستان لومړی وزیر عمران خان نړیوالو ژمنو ته د امریکا د پایبندۍ په اړه د امریکا متخب ولسمشر ته په سپارښتنې سره وویل له ایټمی موافقې د واشنګټن بیروی د سیمې او نړۍ د سولې او ثبات په ګټه ده .
عمران خان د پاکستان له جی این این خبری چینل سره په خبرو کې د سیمې د بدلونونو ، افغانستان ، د فارس خلیج حوزې له هیوادونو سره د اړیکو ، له صیهونیسټ رژیم سره د اړیکو د عادی کولو د دسیسې ، د امریکا د حالاتو او د بایډن د بریالیتوب له اعلانه وروسته د واشنګټن د نوی راتلونکی حکومت د سیاستونو د جاج په اړه خبرې وکړې .
عمران خان وویل برجام ته د بایډن ستنیدا د پاکستان په شمول د ټولو په ګټه ده ځکه چی دا وضعیت له مونږ صسره مرسته کوی چی له ایران سره دوه اړخیزې تجارتی ملګرتیاوې پراخې کړو .
عمران خان همداراز وویل امریکایان اوس باید په مینځنی ختیځ کې خپل سیاستونه بدل کړی .
د پاکستان لومړی وزیر همداراز له فلسطینی ټاټوبی ملاتړ وکړ او زیاته یې کړه چی مونږه حتی دا فکر هم نشو کولې چی له اسراییلو سره اړیکی عادی کړو ځکه چی دا د فلسطین د مظلوم ملت له حقوقو سره په تضاد کې دي .
عمران خان همداراز وویل له سعودی ولیعهد سره مې خبره کړی ده چی باید د یمن جنګ ختم کړې شی .