د پاکستان لومړی وزیر عمران خان کابل ته ځي
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، ټاکل شوې د پاکستان لومړی وزیر عمران خان د دې اونۍ تر پایه پورې کابل ته راشي او د افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره پر یو لړ مهمو موضوعاتو خبرې وکړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد وایي، د سېپټمبر په ۲۵مه نېټه افغان ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ته د سفر بلنه ورکړې وه.
هیواد وایي: «ټاکل شوې چې د پاکستان لومړی وزیر ښاغلی عمران خان کابل ته لومړی سفر ترسره کړي، دا سفر د ولسمشر محمد اشرف غني او د عمران خان د هغې ټیلفونې مکالمې په نتیجه کې ترسره کېږي چې تېره میاشت دواړو مشرانو لرله، ددې سفر په جریان کې به د سولې په برخه کې خبرې وشي، اقتصادي، تجارتي او دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا به مفصلې خبرې وشي»
د پاکستان لومړی وزیر عمران کابل ته داسې مهال په سفر ځي، چې په دې هېواد کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ تاوتریخوالي تر بل هر وخت زیات شوی.