د پاکستاني او هندي ځواکونو تر منځ نښته شوې
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i94185-د_پاکستاني_او_هندي_ځواکونو_تر_منځ_نښته_شوې
د پاکستان پوځ چارواکو خبر ورکړی چي د کشمیر پر پوله د هندي او پاکستاني عسکرو ترمنځ نښته شوې چې پکښې عامو وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Nov 14, 2020 10:55 Asia/Kabul
  • د پاکستاني او هندي ځواکونو تر منځ نښته شوې

د پاکستان پوځ چارواکو خبر ورکړی چي د کشمیر پر پوله د هندي او پاکستاني عسکرو ترمنځ نښته شوې چې پکښې عامو وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د پاکستان فوځ وایي: د کشمیر پر پوله باندې د هندي عسکرو په ډزو یو عام وګړی وژل شوی او درې تنه ټپيان شوي دي.

پاکستاني ځواکونو په دې نښته کې د هند پوځي پوستې په نښه کړي خو د مرګ ژوبلې په اړه يې څه نه دي ویلي.

د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانګې ویلي، چې هندي عسکرو د کشمیر پر پوله د اوربند د تړون څخه په سرغړونې پاروونکې ډزې کړي دي.

د رسنیو د راپورونو له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو وزرات د هند لوړپوړی سفارتي چارواکی وربللي او د اوربند د تړون څخه په سرغړونه یې ورته احتجاج کړی دی.