په پاکستان دباو اچول شوی اسرائیل په رسمیت وپیژندي
Nov 15, 2020 08:54 Asia/Kabul
فارس خبري اژانس وايي د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د اسلام اباد لخوا د صهیونیسټ رژیم په رسمیت پيژندل ناممکن وبلل .
هغه دې ته په اشارې سره چې زه د صهیونیسټ رژیم په رسمیت پیژندلو لپاره تر دباو لاندی یم وویل د پاکستان حکومت هیڅکله اسرائیل په رسمیت نه پيژندي .
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د هغو هیوادونو چې دې یې تر دباو لاندې وروستلی دی د نومونو له اخیستلو ډډه وکړه او زیاته یې کړه د فلسطین خلکو ته باید د هغوې حقونه ورکړل شي .
د پاکستان خلکو په ځلونو د پراخو مظاهرو په ترسره کولو سره د فلسطین د مظلومو خلکو په وژلو کښې د قدس د نیواکګر رژیم د جنایتونو په غندلو سره د فلسطین د خلکو د ایډیل په همیشني ملاتړ ټینګار کړی او له صهیونیسټ رژیم څخه یې خپله کرکه اعلان کړي ده
ټیګونه