ایران او پاکستان د تجارت لپاره نوی سرحدي لاره پرانیسته
د ریمدان –ګبد سرحد پرانیستل پاکستان ته د ایران د خارجه وزیرمحمد جواد ظریف د وروستي سفر یوه ترټولو مهمه بریا حسابیږي .
زمونږخبریال د پاکستان د اې پي پي رسمي خبري آژانس له قوله راپور راکړ د ایران او پاکستان ترمینځ د ریمدان – ګبد نوي سرحدي لارې پرانیستل،په نزدې راتلونکي کې د دواړو هیوادونو دتجارتي روڼتیا لپاره نوي لاره ده .
راپور ښئ د ریمدان –ګبد سرحدي لارې افتتاح له ایران سره د ګډو تجارتي ملګرتیاؤ د ژورتیا لپاره یوګام دی او دواړه هیوادونه د اړیکو د لاپياوړي کولو او دتجارت په لارې کې دخنډونو د لیرې کولو لپاره کلک هوډ لري .
د پاکستان دتجارت او سوداګرۍ د کوټو د فیډریشن مسئولانو،د ایران او پاکستان د پوله ایزو سیمو د اوسیدونکو لپاره د کارکسب د فرصتونو زیاتیدا ،د اساسی شیانو په تیره سبزیانو،مالونو،تیلی محصولاتو او د ودانیو د مصالو په څير د شیانو د صادراتو او وارداتو د بهیر آسانتیاوې ، د ریمدان – ګبد دسترې لارې ځیني ځانګړنې بلل شوي دي .
د پاکستان تجارتي ټولنې د اقتصادي رونټیا او د بیخ بینائي تاسیساتو په حوزو کې داسلامی ایران قدرت او پرمختګ ستایلی او د دوي یو مثال ئې د ریمدان پوله ګڼي چې ایران دغه نوي ستره سرحدي لاره په ماډرنو او پرمختللو تجهیزاتو سنبال کړې ده .
د ریمدان –ګبد سرحد پرانیستل پاکستان ته د ایران د خارجه وزیر محمد جواد ظریف د وروستي سفر یوه ترټولو مهمه بریا حسابیږي .