د پاکستان د وزیراعظم صلاحکار کابل ته لاړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i94244-د_پاکستان_د_وزیراعظم_صلاحکار_کابل_ته_لاړ
د سوداګرۍ او پانګونې په چارو کښې د عمران خان صلاحکار پرون افغانستان ته تلی دی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 17, 2020 01:56 Asia/Kabul
  • د پاکستان د وزیراعظم صلاحکار کابل ته لاړ

د سوداګرۍ او پانګونې په چارو کښې د عمران خان صلاحکار پرون افغانستان ته تلی دی

د سوداګرۍ او پانګونې په چارو کښې د عمران خان صلاحکار پرون افغانستان ته تلی دی

آوا خبري آژانس لیکلي چې د پاکستان د وزیراعظم صلاحکار عبدالرزاق داوود پرون کابل ته ورسید او د افغانستان د تجارت وزارت د چارواکو له خوا یې هرکلې وشه.

هغه به د افغانستان او پاکستان ترمینځ د سوداګرۍ او ټرانزټ د پراختیا په هکله د افغانستان له حکومتي چارواکو سره ملاقاتونه وکړي.

کابل ته د تجارت او سرمایه ګذارۍ په چارو کښې د پاکستان د وزیراعظم عمران خان د صلاحکار سفر په داسې حال کښې دی چې ټاکل شوې په راتلونکو ورځو کښې خپله عمران خان هم د یو پلاوي په مشرۍ کابل ته لاړ شي.