اشرف غنی ایران او پاکستان د زیاتوافغان کډوالو کوربه وبلل
Nov 21, 2020 02:42 Asia/Kabul
د افغانستان ولسمشر اشرف غنی د کډوالو په چارو کې د ملګروملتو د سترې کمشنرۍ سره د ویډیو له لارې په غونډه کې وویل زیاتره افغان کډوال په اسلامی ایران او پاکستان کې ژوند کوی
زمونږ خبریال د صدای افغان خبری اژانس له قوله راپور راکوی د افغانستان ولسمشر اشرف غنی د کډوالو په چارو کې د ملګروملتو د سترې کمشنرۍ سره د ویډیو له لارې په غونډه کې وویل زیاتره افغان کډوال په اسلامی ایران او پاکستان کې ژوند کوی .
ده زیاته کړه په افغانستان کی ۴۰ کلن جنګ سبب شوی دی چی د نړۍ نیم کډوال د دغه هیواد وی .
د افغانستان ولسمشر همداراز د دغه هیواد په حکومت کې د طالبانو ډلې د غړیو په ورګډولو د ټینګار په ترڅ کې زیاته کړه په افغانستان کی د جنګ په ختمیدا او سولې په ټینګیدا سره افغان کډوال خپل هیواد ته ستنیږی .
ټیګونه