پاکستان کښې څلور ترهګر ونیوې شول
-
فایل فوټو
د پاکستان امنیتي ځواکونو د دغه هیواد د سند صوبې په مرکز کراچۍ ښار کښې په یولړ عملیاتو کښې ۴ ترهګر ونیول.
د پاکستان امنیتي ځواکونو د دغه هیواد د سند صوبې په مرکز کراچۍ ښار کښې په یولړ عملیاتو کښې ۴ ترهګر ونیول.
له اسلام آباده زمونږ خبریال رپورټ راکړې چې د کراچۍ ښار پولیسو بیګا د پاکستان د اطلاعاتي ارګانونو په ملګرتیا سره د دغه ښار په بنارس سیمې کښې د ترهګرو د یوې ډلې پټنځې معلوم کړ.
د پاکستان امنیتي ځواکونو په یولړ ضربتي عملیاتو کښې پر دغه ځاې حمله وکړه او د ممنوع الفعالیته ډلو څلور غړي ترهګر یې ونیول.
د پاکستان امنیتي سرچین ویلي چې درې تنه نیول شوي ترهګر د پاکستان تحریکِ طالبان ترهګرې ډلې غړي دي او څلورم کس د بلوڅ بیلتون غواړې ډلې غړې دی.
د ترهګرو له پټنځي څخه زیاته اندازه وسله، څه باندې شپیته کیلوګرامه چاودونکي توکي او ارتباطي تجهیزات هم نیول شوي دي.