په پاکستان کښې سلګونه کسان ونیوې شول
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i94534-په_پاکستان_کښې_سلګونه_کسان_ونیوې_شول
د پاکستان پولیس د اپوزیشن ګونددونو سلګونه تنه ملاتړي د وزیراعظم د استعفا په موخه له پلان شوي لاریونه مخکښې نیولي دي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 30, 2020 13:53 Asia/Kabul
  • په پاکستان کښې سلګونه کسان ونیوې شول

د پاکستان پولیس د اپوزیشن ګونددونو سلګونه تنه ملاتړي د وزیراعظم د استعفا په موخه له پلان شوي لاریونه مخکښې نیولي دي

د پاکستان پولیس د اپوزیشن ګونددونو سلګونه تنه ملاتړي د وزیراعظم د استعفا په موخه له پلان شوي لاریونه مخکښې نیولي دي

د ایسنا د نني خبر له مخې په داسې حال کښې چې د پاکستان پولیسو په دې لړ کښې د ۳۷۰ کسانو د نیولو خبر ورکړې دی، اپوزیشن یعنې د حکومت مخالفو ګوندونو په ملتان ښار کښې د نیول شویو کسانو شمیر له ۱ زر او ۸۰۰ زیات اعلان کړی دی.

امنیتي ځواکونو په دغه ښار کښې د یو عمومي پارک په لور د معترضانو د لارې د بندولو لپاره غټ کنټینرونه درولي دي. دغه اعتراضونه له وزیراعظمۍ څخه د عمران خان د استعفا په موخه ترسره شوي دي.

د پاکستان حکومت وايي چې د لاریون مخه یې د کرونا وایرس د خپریدو د مخنیوي په موخه نیولې ده.