پاکستان د سرحدونو د مدیریت اداره جوړه کړه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i94551-پاکستان_د_سرحدونو_د_مدیریت_اداره_جوړه_کړه
ایرنا خبري اژانس وايي د پاکستان لومړي وزیرعمران خان له لوړرتبه امنیتي چارواکو سره په غونډه کښې دسرحدونو په ښه ډول مدیریت او امنیت باندې د څارنې د نوي ادارې د جوړولو حکم ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 01, 2020 10:12 Asia/Kabul
  • پاکستان د سرحدونو د مدیریت اداره جوړه کړه

ایرنا خبري اژانس وايي د پاکستان لومړي وزیرعمران خان له لوړرتبه امنیتي چارواکو سره په غونډه کښې دسرحدونو په ښه ډول مدیریت او امنیت باندې د څارنې د نوي ادارې د جوړولو حکم ورکړ .

د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان دفتر نن په یوې (۱) خبرپاڼه کښې وویل په سرحدونو باندې د مدیریت نوي اداره  د هیواد کورنیو چارو د وزارت په مشرۍ فعالیت کوي او د هغې اصلي هدف په امنه سرحدونو کښې د ازاد تجارت د لومړیتوب پرمخ بیول دي .

په دغه غونډې کښې وویل چې د پاکستان لس (۱۰) وزارتونه د صوبو د حکومتونو په څنګ کښې له ګاونډیو هیوادونو سره د ګډو سرحدونو د مدیریت لپاره له یوبل سره ملګرتیا کوي .

په دغه غونډې کښې د پاکستان ګډون کونکو چارواکو د ایران له اسلامي جمهوریت سره په ګډو سرحدونو کښې د دیوال د جوړولو د پلان په اجرا کښې په ترسره شویو پرمختګونو باندې غور کولو سره په ګډو سرحدي لارو کښې د نظارتي سیسټمونو د رامینځته کیدا په اغیز شیندونکو نتیجو ټینګار وکړ .

د سرحدونو په ښه ډول د مدیریت لپاره د عمران خان د حکومت نوی ګام په داسې حال کښې اعلانیږي چې د ایران خارجه وزیر جواد ظریف شل (۲۰) ورځې مخکې اسلام اباد ته په سفر کښې له پاکستان سره د اړیکو د هراړخیزه پراختیا لپاره د تهران چمتووالی اعلان کړ .

د ایران په سیستان بلوچستان ولایت کښې د «ریمدان» سرحدي لارې پرانیستل پاکستان ته د جواد ظریف د شل (۲۰) ورځې د مخکې سفر تر ټولو مهمه نتیجه ګڼل کیږي او د ایران خارجه وزیر جواد ظریف هم په اسلام اباد غږ وکړ د پاکستان په جنوب لویدیځ کښې په بلوچستان صوبې کښې د «ګبد» لاره خلاصه کړي .