د پاکستان پلاوی اسرائیلو ته نه و تللی
ایکنا خبري اژانس وايي د پاکستان چارواکو د تیرې میاشتې په اخر کښې نیواکي فلسطین ( اسرائیلو ) ته د اسلام اباد د پلاوي سفر دروغ وباله .
د مینځني ختیځ په چارو کښې د پاکستان د لومړي وزیر ځانګړي استازي «طاهر اشرفی» نیواکي فلسطین ته د اسلام اباد د حکومتي پلاوي د سفر په ردولو سره نن وویل د دغو خبرونو د خپرولو هدف په پاکستان کښې د ګډوډۍ رامینځته کول او اسلامي هیوادونو ته د ګوزار ورکول دي .
اشرفي زیاته کړه پاکستان به تر هغه وخته چې د فلسطین د مسلې لپاره عادلانه حل لاره وړاندې نشي هیڅکله صهیونیسټ رژیم په رسمیت ونه پيژندي او دا د پاکستان د ملت او د حکومت پریکنده او ثابت دریځ دی .
د پاکستان خلکو په ځلونو په پراخو مظاهرو سره د فلسطین د مظلومو خلکو په وژلو کښې د قدس د نیواکګر رژیم د جنایتونو په غندلو سره د فلسطین د خلکو له ایډیل څخه په همیشني ملاتړ ټینګار کړی او له صهیونیسټ رژيم څخه یې خپله کرکه اعلان کړي ده .