له ایران سره سرحدي فعالیتونه لا اسانیږي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i94913-له_ایران_سره_سرحدي_فعالیتونه_لا_اسانیږي
د پاکستان قومي اسمبلۍ (پارلیمان) د دغه هیواد او ایران ترمینځ د ریمدان-ګبد سرحدی لارې پرانیسته د دواړو هیوادونو ترمینځ په اقتصادي اړیکو او تجارت کښې د پام وړ بدلون وباله
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 20, 2020 04:19 Asia/Kabul
  • له ایران سره سرحدي فعالیتونه لا اسانیږي

د پاکستان قومي اسمبلۍ (پارلیمان) د دغه هیواد او ایران ترمینځ د ریمدان-ګبد سرحدی لارې پرانیسته د دواړو هیوادونو ترمینځ په اقتصادي اړیکو او تجارت کښې د پام وړ بدلون وباله

د پاکستان د قومي اسمبلۍ مرستیال مشر په اسلام آباد کښې د ایرنا خبري آژانس خبریال ته په مرکه کښې له ایران سره د دویمې ګډې سرحدي لارې د پرانیستل کیدو په هرکلي سره وویل چې دغه معبر به له تهران سره د اسلام آباد تجارت پراخ کړي او مدیریت یې اسانه کوي.

قاسم جان سوري زیاته کړه: د دواړو ګاونډي هیوادونو ترمینځ د سرحدي لارو په زیاتیدو سره به د تجارت پر پراختیا او د ګډ تجارت پر مدیریت سربیره د قاچاق له ښکارندې سره په مقابله کښې به هم ډیره مرسته وشي.

د پاکستان د پارلیمان دغه غړي څرګنده کړه چې د عمران خان حکومت د تجارت د اسانولو او د سرحدي بازارچو د پراختیا له لارې له ایران سره د سرحدي ملګرتیاؤ د پياوړې کولو هوډ لري.

د ویلو ده چې د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت په چابهار سیمه کښې د ریمدان، او ګبد سرحدي لاره پرون د دواړو هیوادونو د یو، یو وزیر په شتون سره افتتاح شوه.

د دغه سرحد په پرانیستل کیدو سره به د شیانو تبادله په قانوني توګه ترسره کیږي او مسافر به هم په پاسپورټ سره تګ راتګ کولې شي.