د پاکستان وزیراعظم د حکومت د پرځولو له هلوځلو اندیښنه څرګنده کړه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i94914-د_پاکستان_وزیراعظم_د_حکومت_د_پرځولو_له_هلوځلو_اندیښنه_څرګنده_کړه
د پاکستان وزیراعظم عمران خان د مخالفو ګوندونو(اپوزیشن) له خوا د خپل حکومت د پرځولو له کوششونو اندیښنه ښودلې ده
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 20, 2020 04:22 Asia/Kabul
  • د پاکستان وزیراعظم د حکومت د پرځولو له هلوځلو اندیښنه څرګنده کړه

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د مخالفو ګوندونو(اپوزیشن) له خوا د خپل حکومت د پرځولو له کوششونو اندیښنه ښودلې ده

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د مخالفو ګوندونو(اپوزیشن) له خوا د خپل حکومت د پرځولو له کوششونو اندیښنه ښودلې ده

عمران خان پرون وویل چې د پاکستان د حکومت ځیني مخالف ګوندونه د مرکزي حکومت د ړنګولو لپاره د پوځ د کارولو نیت لري.

هغه زیاته کړه چې اپوزیشن د پاکستان په پوځ باندې دباؤ اچوي چې ډیموکراټک حکومت ختم کړي او په دې باور دي چې حکومت کارنده نه دی.

د پاکستان وزیراعظم هم داشان په پوځیانو باندې په نیوکې سره هم وویل چې د پوځ دا کار له ولس او حکومت سره په ډاګه خیانت دی ځکه چې هغوي له پوځ څخه د حکومت د پرځولو په موخه ګټه پورته کوي.