پاکستان له ایران سره د اړیکو پراخول غواړي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i95085-پاکستان_له_ایران_سره_د_اړیکو_پراخول_غواړي
ایرنا خبري اژانس وايي د پاکستان د سوداګرۍ او د پانګونې د وزارت سرپرست او د لومړي وزیر سلاکار عبدالرازق داود په روان میلادي کال کښې د تهران او د اسلام اباد د اړیکو د پیاوړتیا په بهیر باندې د ډاډ په څرګندولو سره وویل د پاکستان حکومت له ایران سره د اړیکو ډیر پیاوړي کولو ته هوډمن دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 29, 2020 10:25 Asia/Kabul
  • پاکستان له ایران سره د اړیکو پراخول غواړي

ایرنا خبري اژانس وايي د پاکستان د سوداګرۍ او د پانګونې د وزارت سرپرست او د لومړي وزیر سلاکار عبدالرازق داود په روان میلادي کال کښې د تهران او د اسلام اباد د اړیکو د پیاوړتیا په بهیر باندې د ډاډ په څرګندولو سره وویل د پاکستان حکومت له ایران سره د اړیکو ډیر پیاوړي کولو ته هوډمن دی .

عبدالرزاق داود د پاکستان او د ایران په ګډې نهمې (۹) تجارتي غونډې کښې د ګډون لپاره د ایران اسلامي جمهوریت ته د خپل راتلونکي سفر په هکله چې ټاکل شوی دی د روان کال په تلې میاشتې کښې وشي وویل د کورونا ویروس د خپریدا په وجه دغه سفر وځنډید او نوي نیټه یې زر اعلان شي .

د پاکستان د سوداګرۍ د وزارت سرپرست عبدالرزاق د ایران او د افغانستان په شمول له ګاونډیو هیوادونو سره د تجارت د اسانولو لپاره د اسلام اباد سیاستونو ته په اشارې سره وویل تجارتي خنډونه سوکه سوکه د ختمیدا په حال کښې دي .

هغه په دې خبرې ټینګار سره چې پاکستان له ایران سره د اړیکو د پراخولو هڅه کوي وویل د ایران  اسلامي جمهوریت او له دغه هیواد سره د سوداګري او د تجارتي تعاملاتو پراخول د پاکستان لپاره ډير اهمیت لري پر دې اساس د اسلام اباد تمرکز  له ګاونډیو هیوادنو سره د تجارت پراخول او ښه ځای ته د هغه رسول دي .