نواز شریف دې له وزیراعظمۍ استعفا ورکړی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i9514-نواز_شریف_دې_له_وزیراعظمۍ_استعفا_ورکړی
د پاکستان پیپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو زرداری د دغه هیواد له وزیراعظم نواز شریف څخه د استعفا ورکولو غوښتنه وکړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 30, 2016 15:31 Asia/Kabul
  • نواز شریف دې له وزیراعظمۍ استعفا ورکړی

د پاکستان پیپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو زرداری د دغه هیواد له وزیراعظم نواز شریف څخه د استعفا ورکولو غوښتنه وکړه.

پاکستانی رسنیو ویلی چې د دغه هیواد د پیپلز ګوند د پخوانی مشرې بینظیر بوټو او د پاکستان د تیر ولسمشر آصف علی زرداری زوی بلاول بوټو زرداری په یوه غونډه کښې پخپله وینا کښې وویل چې د پاناما لیکس تر تحقیقاتو او څیړنو پورې دې نواز شریف استعفا ورکړی.

هغه نواز شریف ته سپارښتنه وکړه چې د پاناما لیکس تر څیړل کیدو پورې دې له وزیراعظمۍ څنګته شی او که ورباندې لګیدلی تورونه ثابت نه شول نو بیرته دې دغه چوکۍ واخلی.

بلاول په نواز شریف تور ولګوه چې د ناروغۍ په پلمه کله روس ته تښتی او کله په لندن کښې طبی معاینې کوی او کله د پاناما د خزانې وزیر چاپلوسۍ ته ورځی.