پاکستان کښې د کرونا نور ناروغان معلوم شول
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i95208-پاکستان_کښې_د_کرونا_نور_ناروغان_معلوم_شول
۱ زر ۹۰۰ نور کسان په پاکستان کښې په کرونا وایرس ککړ شوي دي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 05, 2021 04:03 Asia/Kabul
  • پاکستان کښې د کرونا نور ناروغان معلوم شول

۱ زر ۹۰۰ نور کسان په پاکستان کښې په کرونا وایرس ککړ شوي دي

د پاکستان روغتیا وزارت په یوه خبرپاڼه کښې وویل چې په دې تازه کسانو سره په پاکستان کښې د کرونا د ناروغانو ټول شمیر ۴ لکه ۸۸ زره او ۵۲۹ کسانو ته رسیدلې دی.

دغه وزارت پرون وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې ۳۹ کسان د کرونا له امله وفات شوي دي او داشان په هیواد کښې د کرونا له امله د مړو ټول شمیر ۱۰ زره او ۳۵۰ تنو ته ورسید.

د روغتیا نړیوال سازمان هم وايي چې په ټولنه دنیا کښې ۸۵ میلیونه او ۵ لکه ۵۰ زره کسان په کرونا وایرس ککړ شوي دي او ۱ میلیون ۸ لکه ۵۲ زره تنه مړه شوي او ۶۰ میلیون ۵ لکه او ۳۰ زره کسان هم له کرونا ښه شوي دي.